کورپاڼه | افغانستان | د نشه یي توکو ۹ کسه پلورونکي نیول شوي دي
لیکوال
د حروفو اندازه Decrease font Enlarge font

د نشه یي توکو ۹ کسه پلورونکي نیول شوي دي

mahmad wali  mahmad wali

چهارشنبه ۱۳۹۶/مرغومي/۱۳


د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې رییس سید احمد ورور او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو مدیر سمنوال محمد ولي غوثي له مرستیال والي سردار محمد همدرد سره لیدنه وکړه. دوی په لښکرګاه ښار کې د هغه کمیسیون راپور وړاندې کړ، چې د ساقي خونو د تړلو لپاره ټاکل شوی و
ښاغلي غوثي وویل، چې تر دې دمه یې ۹ کسان لاس په لاس نیولي دي او دا مهال تر نظارت لاندې دي. هغه زیاته کړه دا کسان به ډېر ژر څارنوالۍ ته ور وپېژني
مرستیال والي د دغه کمیسیون له لاسته راوړنې څخه خوښي وښوده او په خبره یې چې کمیسیون دې خپل کار ته دوام ورکړي. ښاغلي همدرد زیاته کړه، له نیول شوو کسانو سره دې قانوني چلند وشي
دغه کسان داسې مهال نیول کیږي، چې څه موده وړاندې د مرستیال والي له خوا یوه کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې په لښکرګاه ښار کې دې ټولې ساقي خونې وتړل شي.

Subscribe to comments feed آندونه (0 ولیکل شو)

د پایلو ټولیزه: | ښودنه:

خپلو آندونه ولیکې

  • Bold
  • Italic
  • Underline
  • Quote

مهرباني وکړې امنیتي کوډ داخل کړی:

Captcha
  • ملګرو ته لیږل ملګرو ته لیږل
  • د چاپ پاڼه د چاپ پاڼه
  • ساده نسخه ساده نسخه

Tagged as:

نښتل د دې خبر لپاره شتون نه لري

د دې خبر ارزونه

0