کورپاڼه | افغانستان | ملي امنیت د عطا محمد نور تورونه رد کړل
لیکوال
د حروفو اندازه Decrease font Enlarge font

ملي امنیت د عطا محمد نور تورونه رد کړل

چهارشنبه مرغومي ۱۳مه ۱۳۹۶

ملي امنیت د عطا محمد نور تورونه رد کړل

د افغانستان د ملي امنیت شورا او ملي امنیت ادارې د بلخ لېرې کړل شوي والي عطا محمد نور هغه تورونه رد کړل چې ویلي یې و، دغه ادارې د مزارشریف ښار د امنیت د ګډوډولو هڅه کوي .

ښاغلي نور پرون ادعا وکړه چې دا دوې ادارې د پلازمېنې کابل په مېلمستونونو کې یو شمېر کسان په وسلو سمبالوي او د هېواد شمال ته يې استوي.

ملي امنیت ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه مېلمستون د بلخ د نوي والي انجنیرداوود کاري دفتر دی او د خوندیتوب مسوولیت یې د مهمو شخصیتونو 'رجال برجسته ' د ساتنې ریاست ته سپارل شوی دی.

بل لور ته د بلخ نوی والي ښاغلی داوود نن چهار شنبه په همدې مېلمستون کې راڅرګند شو او دا تورونه يې رد کړل.

د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي مشر عطامحمد نور پرون سه شنبه بلخ کې د خپلو ملاتړو یوې غونډې ته وینا کې ادعا وکړه، چې د پلازمېنې کابل وزیر محمد اکبرخان مېنه کې د امنیت شورا مېلمستون او دغه ځای ته نژدې د ملي امنیت ادارې یو مېلمستون هغه ځایونه دي، چې په خبره یې له مزار، سمنګان او شاوخوا ولایتونو ځینې کسان هلته تګ راتګ کوي.

د ښاغلي په نور په وینا له دغه ځایه دغو کسانو ته د مزارشریف ښار کې د 'ګډوډۍ ' رامنځته کولو لپاره پېسې او وسله ورکول کېږي.

د ښاغلي نور له څرګندونو سملاسي وروسته د افغانستان ولسمشرۍ دفتر یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، هغه ځای چې ښاغلي نور ورته اشاره کړې، یو مېلمستون دی، چې د بلخ نوی والي انجنیر محمد داوود پکې اوسېږي.

د سرچینې په وینا هغه کسان چې ښاغلی نور یې په مزار کې ګډوډۍ رامنځته کوونکي بولي د نوي والي ساتونکي دي.

 

 

Subscribe to comments feed آندونه (0 ولیکل شو)

د پایلو ټولیزه: | ښودنه:

خپلو آندونه ولیکې

  • Bold
  • Italic
  • Underline
  • Quote

مهرباني وکړې امنیتي کوډ داخل کړی:

Captcha
  • ملګرو ته لیږل ملګرو ته لیږل
  • د چاپ پاڼه د چاپ پاڼه
  • ساده نسخه ساده نسخه

Tagged as:

نښتل د دې خبر لپاره شتون نه لري

د دې خبر ارزونه

0