کورپاڼه | افغانستان | پر پنځه سوه بې وزله کورنیو مرستې و وېشل شوې
لیکوال
د حروفو اندازه Decrease font Enlarge font

پر پنځه سوه بې وزله کورنیو مرستې و وېشل شوې

پر پنځه سوه بې وزله کورنیو مرستې و وېشل شوې

پنجشنبه ۱۳۹۶/مرغومي/۱۴

 دغه مرستې نن پنجشنبه په( ۵۰۵) بست زون کې د مرستیال والي سردار محمد همدرد، د هلمند په ملکي چارو کې بهرنی سلاکار جوبوره او د دغه زون قومندان مل پاسوال غلام داوود تره خېل او یو شمېر نورو کورنیو او بهرنیو مسوولینو په وړاندې پر بې وزله کورنیو توزیع کړاي  سوې


په دغه مرستو کې ژمني جمپرونه، د اوبو ترموزونه، کمبلې او بېلا بېل د اړتیا وړ توکي شامل وو
د هلمند په ملکي چارو کې بهرني سلاکار جوبوره په دې خوښي څرګنده کړه، چې له بې وزله افغانانو سره مرسته کوي.

 نوموړي وویل موږ دراتلونکي لپاره به نوري مرستي هم د بي وځله او غریبو خلګو سره ترسره کړو


مرستیال والي سردارمحمد همدرد  د دغه مرستو په تړاو له جوبوره څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې یادې مرستې پر بې وزله کورنیو په شفاف ډول توزیع کیږي.

 ښاغلي همدرزیاته کړه چی دامریکا سمندري ځواکونو  د نظامي مرستو تر څنګ په ملکي برخه کې هم زمونږدخلګو او حکومت لاس نیوي کړي دي


یادې مرستې په هلمند ولایت کې داسې مهال توزیع کیږي، چې د امنیتي ستونزو له امله  شاوخوا لس زره کورني دي وروستیو کي بي ځایه سوي دي

    

Subscribe to comments feed آندونه (0 ولیکل شو)

د پایلو ټولیزه: | ښودنه:

خپلو آندونه ولیکې

  • Bold
  • Italic
  • Underline
  • Quote

مهرباني وکړې امنیتي کوډ داخل کړی:

Captcha
  • ملګرو ته لیږل ملګرو ته لیږل
  • د چاپ پاڼه د چاپ پاڼه
  • ساده نسخه ساده نسخه

Tagged as:

نښتل د دې خبر لپاره شتون نه لري

د دې خبر ارزونه

0