کورپاڼه | افغانستان | کندهارکې زرګونه کسانو د استسقا لمونځ اداکړ
لیکوال
د حروفو اندازه Decrease font Enlarge font

کندهارکې زرګونه کسانو د استسقا لمونځ اداکړ

Kandahar pic Kandahar pic

استسقا دهغه  څه لپاره غوښتنه چي ته یې دالله ج څخه  غواړي 
لمونځ، چي د امنيتي تدابیرو سره په لویی عیدګاه جامع جومات  کي ترسره سو، د کندهار ښار او ولسواليو څخه تر لس زره زیات کسان  داستسقا دغه لمانځه ته  راغلي وه .
له لمانځه مخکي دیني عالمانو د باران اوریدو  لپاره د خدای ج دربار ته د دعا لاسونه لپه کړل او له مسلمانانو يې وغوښتل، چي پخپلو عملونو کي بدلون راولي.


ديني عالمانو د مسلمانانو پر یووالي ټینګار وکړ او په نړۍ کي يې د افغانانو په ځانګړي ډول د مسلمانانو بد حالت ته په اشارې وویل، چي د بې اتفاقي له لاسه د ټولۍ نړۍ مسلمانان له ستونزو سره مخ دي.

 

 

داستسقا لمونځ خوږ پیغمبر حضرت محمد ص هغه مهال لمړي ځل دغه لمونځ  اداکړ چي کله په  مدینه منوره کي  پرله پسي څو کلونه اورښتونه وه نه سول او خلګ له تندي سره مخ سول نوحضرت محمد ص  دهجرت په  شپږم کال له خپلو اصحابانو سره یوځاي  په یوه دښته کي دالله ج لپاره دوه رکعته لمونځ او وروسته د باران اوریدو دعا وکړه چي له لمانځه وروسته الله ج هلته باران وه اوروي 

 

 

Subscribe to comments feed آندونه (0 ولیکل شو)

د پایلو ټولیزه: | ښودنه:

خپلو آندونه ولیکې

  • Bold
  • Italic
  • Underline
  • Quote

مهرباني وکړې امنیتي کوډ داخل کړی:

Captcha
  • ملګرو ته لیږل ملګرو ته لیږل
  • د چاپ پاڼه د چاپ پاڼه
  • ساده نسخه ساده نسخه

Tagged as:

نښتل د دې خبر لپاره شتون نه لري

د دې خبر ارزونه

0