انتخاب ویب پانه: هلمندکې ماین چاودني دوه ملکیان ووژل هلمندکې ماین چاودني دوه ملکیان ووژل ================================================================================ admin on 03/01/2018 06:58:00 هلمندکي نن غرمه مهال دیوي چاودنې پرمهال ۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولي ده دهلمنددوالي ویاند عمرځواک انتخاب ویب پاڼي ته وویل چی نن غرمه مهال دواشیرولسوالۍ د سنګیلان سیمه کي دملکي کسانو پریوه موټردماین چاودني له امله چاودنه سوي ده چي ۲ تنه ملکي وګړي وژل سوي اوو ۴ نور ژوبل سوي دي ځواک وایې داچاودنه د سړک غاړي ماین له امله رامنځ ته سوي ده عمرځواک وویل چي ماین د وسلوالو طالبانو له لوري ایښودل سوي وو چي ملکي کسانو ته مرګ ژوبله پکښي اوښتي ده خو وسلوالو طالبانو لاتراوسه پوري ددي چاودني په اړه څه ندي ویلي