کورپاڼه | سپورتي خبرونه | "د هند او پاکستان ترمنځ کرېکټ لړۍ ناشونې ده"
لیکوال
د حروفو اندازه Decrease font Enlarge font

"د هند او پاکستان ترمنځ کرېکټ لړۍ ناشونې ده"

cricket cricket

چهارشنبه مرغومي ۱۳مه ۱۳۹۶

 

د هند حکومت له پاکستان سره د کرېکټ اړیکو د پیلولو امکان رد کړ .

نوی ډېلی وايي، د پاکستان له لوري پر پوله د زیاتېدونکو ډزو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرېکټ لړۍ پیلدل ناشوني دي.

د هندي رسنیو د رپوټ له مخې دا خبره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې یوې سلاکارۍ غونډې ته کړې ده.

سشما سوراج ویلي، د سرحدي تاوتریخوالي له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ "د کرېکټ ډيپلوماسۍ" لپاره هم حالات جوړ نه دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د کرېکټ لړۍ د پیلولو په هکله هغې وویل، چې د انساني همدردۍ لپاره د مېرمنو او بوډا بندیانو د خوشي کولو پر خیال غور کېږي:

"خو د پاکستان له لارې پر پوله د پرلپسې ډزو له امله د کرېکټ لړۍ د پیلولو امکان نشته".سشما سوراج وايي، تېر یو کال کې د پاکستان له لوري پر سرحد د ډزو له ۸۰۰ ډېرې پېښې ریکارډ شوې دي.

د نوموړې په خبره، پر سرحد د ډېرېدونکي کړکېچ پرمهال داسې چاپېریال جوړېدلی نشي چې خپلمنځي لوبې پکې وشي.

دا لومړی ځل نه دی چې د هند حکومت خپله لوبډله له پاکستان سره له لوبېدلو ګرځوي.

د تېر کال مارچ کې هم د هند کرېکټ بورډ له پاکستان سره د لوبو لړۍ(سیریز) د پیلولو لپاره له حکومت اجازه وغوښته، خو د هند د بهرنیو چارو وزارت ملي کرېکټ لوبډلې ته چانس ور نه کړ، چې په دوبۍ کې له پاکستان سره کرېکټ لوبې وکړي.

د هندي چارواکو دا څرګندونې په داسې مهال دي چې د کرېکټ نړیوال کونسل له لوري نويو راتلونکو چکري پروګرامونو کې د اسلام اباد او نوي ډېلي ترمنځ د کرېکټ سیالیو کوم مهالوېش نشته.

د پاکستان کرېکټ بورډ هم وايي، لوبډله به یې تر هغه په هند کې لوبې ونه کړي چې نوي ډېلي د ۲۰۱۴ کال د هوکړې له مخې پاکستان یا کوم بل هېواد کې له دوی سره لوبه نه وي کړې او په دې تړاو کوم بل جوړ جاړی نشي کېدی.

 

 

Subscribe to comments feed آندونه (0 ولیکل شو)

د پایلو ټولیزه: | ښودنه:

خپلو آندونه ولیکې

  • Bold
  • Italic
  • Underline
  • Quote

مهرباني وکړې امنیتي کوډ داخل کړی:

Captcha
  • ملګرو ته لیږل ملګرو ته لیږل
  • د چاپ پاڼه د چاپ پاڼه
  • ساده نسخه ساده نسخه

Tagged as:

نښتل د دې خبر لپاره شتون نه لري

د دې خبر ارزونه

0