کورپاڼه | نړۍ | ایران کې د لاریونونو دوام او هممهاله نړیوال غبرګونونه
لیکوال
د حروفو اندازه Decrease font Enlarge font

ایران کې د لاریونونو دوام او هممهاله نړیوال غبرګونونه

iran iran

بي بي سي 

د چارشنبې په ورځ د سپاه پاسداران قومندان محمد علي جعفري د لاریونونو په اړه پخپلو لومړنیو څرګندونو کې وویل، دې "فتنې" ماتې خوړلېدهپهخواله رسنیو کې د چارشنبې شپې په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې ایران په بېلابېلو برخو کې اعتراضي غونډې ښيي، په ورته وخت کې پر ایران نړیوالې نیوکې هم په ډېرو دي.

امریکايي چارواکو ویلي، د هغو عاملانو د تحریمولو په لټه کې دي چې لاریونوال ځپي او په ډله کې یې د ایران ملي راډیو ټلوېزیون هم شته.

په ایران کې د لاریونونو له پیل راهیسې خواله رسنیو او اینټرنټ ته لاسرسی محدود شوی چې له امله یې د ایران د روان وضعیت په اړه خبرونه په ځنډ خپرېږي.

د ایران د بشر حقونو د فعالانو خبري بنسټ ویلي، سې شنبه شپه لږ تر لږه د ایران ۱۱ ښارونه د حکومت ضد اعتراضي غونډو او لاریونونو شاهدان وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په لنجان، خرم اباد، ماشهر، ایذه، خمینی شهر، ابادان، تهران، مسجد سلیمان، تبریز، شیراز، سنندج او همدان کې لارو او کوڅو ته حکومت ضد لاریونوال راوتلي وو.

د رویټرز خبري بنسټ په خبره، د چارشنبې په شپه د همدان ولایت په ملایر ښار کې حکومت ضد لاریون شوی.

لاریونوالو له ځان سره دا شعار لېږداوه چې ((ملت ګدايي کوي د (ایران رهبر) خدايي کوي))

اسوشیټډ پرېس خبري اژانس هم لیکي، هغه ویډیو چې له نوراباد سیمې خپره شوې پکې لیدل کېږي چې لاریونوال عکسونه څېرې کوي. تر اوسه د دې ویډیو د فلمولو مهال څرګند نه دی.

د راپورونو له مخې د چارشنبې په ورځ عراق سره پر پوله پروت د لوېدیځ ازربایجان په پیرانشهر ښار کې دري پولیس چارواکي وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو له ټوېټره د تسنیم نیوز د حساب تړلو غوښتنه کړې ده.

د تسنیم نیوز په اړه ویل کېږي چې سپاه پاسداران ته نږدې خبري سرچینه ده چې د لاریونوالو د عکسونو په خپرولو د هغوی د پېژندلو او په نښه کولو هڅه کوي..

د ایران دولت حکومت ضد لاریونونو ته فتنه وايي.

په ایران کې حکومت ضد لاریونونه تېره پنجشنبه پیل شوي چې تر دا دمه پکې د ۲۱ کسانو د وژل کېدو خبر ور کړل شوی دی.

که څه هم لاریونونه په پیل کې د توکو د بیو د لوړوالي له امله و، خو لاریونوالو په چټکۍ پخپلو شعارونو کې د ایران رهبر په نښه کړ او له دندې د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه یې کوله.

ایت الله خامنه يي له ۱۳۶۸ کاله راهیسې د ۲۸ کلونو لپاره د ایران رهبر دی.

دا په ایران کې د ۱۳۸۸ کال تر ولسمشریزو ټاکنو را وروسته تر ټولو پراخ لاریونونه دي.

محمد علي جعفري ویلي سپاه پاسداران په درې ښارونو اصفهان، لرستان او همدان کې په محدود ډول صحنې ته ننوتلي او زیاته کړې یې ده، په دغو ښارونو کې د ۱۵۰۰ کسانو په شاخوا کې لاریونوال راَټول شوي او په ټول کې هېواد کې یې شمېر تر ۱۵۰۰۰ نه اوړي.

نړیوال غبرګونونه

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي بي بي سي ته ویلي، واشنګټن دمګړۍ پر یو شمير ایراني چارواکو او بنسټونو د بندیزونو لګولو په لټه کې دی.

د سرچینې په خبره، دغه بندیزونو به د صداوسیما او د ایران د ارتباطاتو وزیر محمد جواد اذري جهرمي هم اغېزمن کړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفيرې نیکي هیلي تېره سې شنبه وویل، د ایران په کورنیو لاریونونو کې د بهرنیو د لاسوهنې ادعا بې مانا خبرې دي:

" د ایران خلکو د ازادۍ نعره اوچته کړې او ټول ازادي غوښتونکي یې ملاتړ وکړي."

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېريش په ایران کې د لاریونوالو پر وژنه اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي د چارشنبې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، له نور تاوتریخوالي باید ډډه وشي.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمېشنر زید رعد حسین له ایراني چارواکو غوښتي، هغه لاریونوال یې چې پخپل سر زنداني کړي، بېرته دې خوشې کړي.

تېره ورځ د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګریني د ایران په لاریونونو کې د خلکو وژنه وغندله.

هغې وویل، اروپايي ټولنه په ځير د ایران لاریونونه څاري.

Subscribe to comments feed آندونه (0 ولیکل شو)

د پایلو ټولیزه: | ښودنه:

خپلو آندونه ولیکې

  • Bold
  • Italic
  • Underline
  • Quote

مهرباني وکړې امنیتي کوډ داخل کړی:

Captcha
  • ملګرو ته لیږل ملګرو ته لیږل
  • د چاپ پاڼه د چاپ پاڼه
  • ساده نسخه ساده نسخه

Tagged as:

نښتل د دې خبر لپاره شتون نه لري

د دې خبر ارزونه

0