کورپاڼه | نړۍ | واشنګټن ښایي نن پر پاکستان بندیزونه ولګوي
لیکوال
د حروفو اندازه Decrease font Enlarge font

واشنګټن ښایي نن پر پاکستان بندیزونه ولګوي

pakistan pakistan

داسې ښکاري چې واشنګټن به په څلورویشت ساعتونو کې د پاکستان پرضد ځانګړي اقدامات وکړي .

په افغانستان، ملګرو ملتونو او عراق کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ازادي راډیو ته پر اسلام اباد د احتمالي بندیزونو په اړه وویل چې د پاکستان د پوځ او «ای. ایس. ای» هغه کسان به چې د افغانستان پرضد کار کوي په تور لېست کې شامل شي چې نه به دوی او نه به د دوی د کورنۍ غړي امریکا ته سفر کولی شي، همداراز که چېرته دغه کسان په امریکا کې په بانکونو کې پیسې لري، پیسې به یې کنګل شي.

زلمي خلیلزاد بیا وویل چې پر اسلام اباد به له دننه هم فشار را وستل شي.

"پر دې خبرې کېږي چې څرنګه ملکي خلک او نور په پاکستان کې وهڅول شي، یوازې پنجابیان نه، پښتانه ملتپال، بلوچ ملتپال او نور چې د اوسني سیاست مخالفان دي تقویه شي څو د پاکستان په وړاندې ودرېږي او فشار پرې راولي."

زلمی خلیلزاد چې د امریکا د حاکم ګوند جمهوري غوښتونکو مخکښ غړی دی، زیاتوي چې د ناټو د دوستانو له لېست څخه به هم پاکستان وایستل شي، امریکا به پرې ټولې پوځي مرستې بندې کړې، هر کال چې واشنګټن پاکستان ته د اموالو د انتقال لپاره پیسې ورکوي هغه به هم پرې قطع شي.

خلیلزاد بیا وویل چې د نورو هېوادونو له لورې به هم پر پاکستان اقتصادي فشارونه وارد شي.

"بحث دا دی چې څومره اقتصادي فشار یوازې د امریکا له لورې نه، د نړیوال بانک، «ای. ایم. ایف» د نورو هېوادونو لکه عربستان چې له امریکا سره نېږدې اړیکي لري او په اروپا او اسیا کې د امریکا د دوستو هېوادونو له لورې زیات شي."

ښاغلي خلیلزاد ازادي راډیو ته وویل چې په واشنګټن کې د دغو بندیزونو پر لګېدو خبرې روانې دي او دا مسئله څېړل کېږي چې لومړی کوم ګام واخیستل شي او دوهم کوم یو.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر هغو به امریکا ۲۵۵ میلیونه ډالر مرسته پاکستان ته ورنه کړي چې په خپله خاوره کې د هغو ترورستانو پناهځایونه له منځه یو نشي چې امریکایي پوځیان له هغوی سره په افغانستان کې په جګړه دي.

نیکي هیلي دا څرګندونې وروسته تر دې وکړې چې د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ په ټویټر کې د نوي کال په خپل لومړي پیغام کې پاکستان ته د دروغجن او چل ورکوونکي خطاب وکړ.

د پاکستان پوځي او ملکي چارواکو د ولسمشر ټرمپ خبرې غندلې دي او پرون په اداري فساد تورن شوي پخواني صدراعظم نواز شریف پر نوي صدراعظم غږ وکړ چې حل لاره پیدا کړي.

نواز شریف زیاته کړه چې د خپل صدارت په وخت یې د امنیتي پالیسي وړاندیز کړی و خو غور پرې ونه شو او اوس د پاکستان د امنیتي ځواکونو د قربانیو سربېره نړۍ د پاکستان خبره نه اوري.

 

له پاکستان سره د امریکا د مرستو په اړه ولسمشر ټرمپ په ټویټر کې لیکلي دي چې واشنګتن په تېرو ۱۵ کلونو کې پاکستان ته ۳۳ میلیارډه ډالر مرسته ورکړې، خو له اسلام اباده یې پرته له درواغو او چل ول بل څه نه دې ترلاسه کړي.

Subscribe to comments feed آندونه (0 ولیکل شو)

د پایلو ټولیزه: | ښودنه:

خپلو آندونه ولیکې

  • Bold
  • Italic
  • Underline
  • Quote

مهرباني وکړې امنیتي کوډ داخل کړی:

Captcha
  • ملګرو ته لیږل ملګرو ته لیږل
  • د چاپ پاڼه د چاپ پاڼه
  • ساده نسخه ساده نسخه

Tagged as:

نښتل د دې خبر لپاره شتون نه لري

د دې خبر ارزونه

0